مرغه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Jump to navigation Jump to search
Aves
مرغان
Bird Diversity 2013.png
Bird anatomy nl.jpg
مملکه ژوی
عمومي بڼې Chordata
ځانتياوي بڼې شمزۍ لرونکي ژوي
طبقه مرغان

مرغان یا مارغان (په لاتين: Aves) د شمزۍ لرونکو ژويو څخه دی چې د نړی په بېلا بېلو سیمو کې ژوند کوي او په دوو اساسو ډلو Peleognathae او Neognathae تقسیم کېږي. تر اوسه پورې د مارغانو ۹۹۷۸ ډوله پېژندل شوي دي.

د ماغانو تکامل

مارغان ۱۵۰ میلیونه کاله مخکې د غوښه خوړونکو ډانگسرانو (Theropoda) څخه رامنځ ته شوي ول.

توصيف

مارغان د شمزۍ لرونکو ژويو څخه دی چې توده وینه لری، د بدن حرارت یی د ۳۴ درجو څخه تر ۳۹ درجو پورې وی او دوه پښې لری. د مرغانو د سرلاری د بدن انتهایی غړو د وزرونه په نوم یادېږی. بدن یی بڼکې پوښولی دی او پوستکی وچ دی.

د مرغانو د بدن سیستم

د مرغانو د وینو د جریان جهاز تړلی دی. زړه یی دوه دهلیزه او دوه بطنه لری. مرغان یو د غږ عضو لری.د باصری حس تر ټولو بشپړ د مرغانو حس دی. مرغان هگۍ اچوی او هگۍ یی د کالسیم پوښ لری. مرغان د سږو په مرسته تنسف کوی. د مرغانو اسکلت ثابت او خفيف دي. هډونه یی گوگ دي. مرغان د ملاتیر لكۍ برخه نه لري. د دي ژوي د كوپړۍ د ماغزو او سترگو برخه د خاپوړن ژويو د كوپړۍ د ماغزو او سترگو برخو څخه لوی دي.